All for Joomla All for Webmasters

د ښو اجراتو د قدرونې د پروګرام دويم پړاو (GPI II)

د ښو اجراتو د قدرونې پروګرام

 
د ښو اجراتو د قدرونې پروګرام څه دی؟ 
دا پروګرام د افغانستان اسلامي جمهوریت د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت په چوکاټ کې د 2007 میلادی جوړ شوی دی.
د دې پروګرام هدف هغو ولایتونو ته د پراختیايي او اغېزمنو مرستو ورکول دي چې د کوکنارو له کښته پاک دي.
همدارنګه دا مرستې هغو ولایتونو ته هم ورکول کېږي چې د کوکنارو کښت په کې سم کم شوی وي. سربېره پر دې، هغه ولایتونه هم له دې مرستو برخمن کېږي چې د مخدره توکو پر ضد او د مخدره توکو د قاچاقچیانو پر ضد په مبارزه کې یې بریاوې ولري.
 

د مرستو د اخيستوونکو کتگوری

لومړمۍ کتگوری: هغه ولایتونه چې د ملګرو ملتونو له کلني راپور سره په همغږي، د کوکنارو کښت په کې صفر ته رسېدلی وي او په هماغه کچه ساتل شوی وي، یو میلیون امریکايي ډالر انعام تر لاسه کوي.
دویمه کتگوری: هغه ولایتونه چې د کوکنارو کښت تر 10٪ یا تر هغې زیات کم کړي وي، د دغو 10٪ پرته، د کوکنارو د کښت د بل هر هکټار د کمښت په بدل کې 1000 امریکايي ډالر انعام ګټي.
درېیمه کتگوری: هغه دوه ولایتونه چې په پورتنیو ډلو کې نه راځي خو د مخدره توکو پر ضد په مبارزه کې یې ښې بریاوې ولري، 500 زره امریکايي ډالر انعام ترلاسه کوي.
 
دغه پروګرام له 2008 تر 2014 پورې  د 108 میلیون ډالر په ارزښت 221 پروژې تطبیق کړې دي چې له دې جملې څخه د 57 میلیون ډالر په ارزښت 137 پروژې یې د هېواد په 34 ولایتونو کې بشپړې شوې دي. همدارنګه د 51 میلیون ډالر په ارزښت 84 نورې پروژې یې په 33 ولایتونو کې روانې دي.
 

د ښو اجراتو د قدرونې 

د پروګرام دويم پړاو (GPI II)

 
د دویم GPI پروژې به بزګر محورې وي او د بزګرانو پر معیشت به تمرکز ولري. همدارنګه د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت د بدیل معیشت له پالیسۍ سره به په مطابقت کې وي.
 
هغه ولايتونه چې د ښو اجراتو د قدرونې پروګرام له مرستو برخمن کېږي:
د ښو اجراتو د قدرونې پروګرام مرستندویه بودیجه ولایتونو ته د دغه کتگوری پر اساس ورکول کېږي:
 
لومړۍ کتگوری: د کوکنارو کښت:
الف) له کوکنارو پاک ولايتونه
هغه ولایتونه چې د کوکنارو له کښته پاک دي، 500000 امریکايي ډالره تر لاسه کوي؛
ب) د کوکنارو د کښت کمښت
هغه ولایتونه چې د تېر کال په نسبت یې د کوکنارو کښت 10٪ کم کړی وي؛ د هر هکټار په بدل کې 1000 امریکايي ډالر انعام ترلاسه کوي. دا ډول انعام تر 5 میلیون ډالرو پورې رسېدای شي.
 
دويمه کتګوری: د قانون تنفيذ:
الف) د کوکنارو د کروندو اړول يا ورانول:
د هر 2500 هکټاره ځمکې د اړولو په بدل کې 500000 امریکايي ډالر ترلاسه کوي، 
د 50٪ کروندو د اړولو په بدل کې 250000 امریکايي ډالر ورکول کېږي، پر دې سربېره له کوکنارو تر پاکېدو پورې د هر بل هکټار د اړولو په خاطر  به 200 نور امریکايي ډالر تر لاسه کړي.
 
ب)  د مخدره توکو پر ضد د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې قضيي:
د لسو لویو قاچاقچیانو د هر یوه د نیولو په بدل کې چې د ولایتي پولیسو له خوا په قانوني ډول نیول شوی او مربوطه دوسیه یې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې د څېړلو لپاره منل شوې وي، 250000 امریکايي ډالر ورکول کېږي.
هغه ولایتونه چې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې یې د دوسیو شمېر تر 10٪ زیات ډېر شوی وي، د هرې دوسیې په بدل کې به (چې مجموعي شمېر یې اقلاً  باید 20 دانې وي) 25000 امریکایي ډالر ترلاسه کوي.
ج) ضبط او نيول:
هغه ولایتونه چې د تریاکو، هیرویین، مورفین او ورپورې تړلي جامد او مایع کیمیايي توکو نیول او د مخدره توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکزونو ته د هغوی د دوسیو د لېږلو اندازه تر 10٪ پورې زیاته کړې وي او لږ تر لږه د دې موادو 500 کیلو یا لیټره یې نیولي وي، تر 10٪ پورته د هر واحد په بدل کې 1000 امریکايي ډالر انعام ترلاسه کوي.
 
درېيمه کتګوری: عامه پوهاوي:
هغه ولایتونه چې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې په ډګر کې د عامه پوهاوي او په دې اړه د ټولنې د ورګډولو په برخه کې نمونه یي بریاوې ولري:
نمبر 1 = 500000 امریکايي ډالر د یوه ممتاز ولایت لپاره
نمبر 2-5 = 250000 امریکايي ډالر د څلورو ممتازو ولایتونو لپاره.
يادونه: هغه ولایتونه چې د هرې کټګورۍ (کښت، د قانون تنفیذ او عامه پوهاوي) له درکه انعام ګټي، پر هغه انعام سربېره یو میلیون امریکايي ډالر اضافي انعام به هم ورته ورکول کېږي.
 

د وړانديز شويو پروژو د انتخاب لپاره معيارونه او لارې چارې 

د ولایت مقام ګټه اخیستونکې ولسوالۍ غوره کوي او که ممکن وي هغه ټولنې چې د مخدره توکو پر ضد په مبارزه کې بریاوې ولري، د لومړیتوبونو پر اساس ډلبندي کوي. 
پروژې د ولسوالیو د شوراګانو (DDAs) له خوا، د ولسي او پراختیايي شوراګانو (CDAs) او د کرهنیزو کوپراټیفونو په مشورې، د منظورۍ لپاره د ولایت پراختیايي کمیټې (PDC) ته ورلېږل کېږي. 
په هغو سیمو کې چې کوکنار په کې کرل کېږي، باید وړاندیزونه په واضحه توګه تشریح کړي چې دغه پروژې د بزګرانو د ژوندانه پر بڼې څه ډول اغېزه لري او دا دې هم مشخص کاندي چې دا پروژې بزګرانو ته د کوکنارو د کښت څرنګه بدیل دی. 
وړاندیز شوې پروژې دې دغه ځانګړنې ولري:
پروژې باید د سیمه ییزو ولسي بنسټونو (د ولسوالیو پراخیتايي شوراګانو، ولسي پراخیتايي شوراګانو او ...) له خوا غوښتل شوې وي.
مشخصې موخې، مقصدونه او نتیجې دې ولري.
پروژې دې په دې سیمه کې د ورته بلې پروژې، چې په عین وخت کې روانه وي، تکرار نه وي. 
پروژې دې لومړني او ثانوي ګټه اخیستونکي ولري. که ممکن وي، پروژې دې د هغو وګړو لپاره د لومړیتوبونو پر اساس ډلبندي شي چې د کوکنارو د کرکیلې او د مخدره توکو پر ضد د مبارزې په برخو کې بریاوې ولري. 
د وړاندیز شوې بودیجې مجموعه دې مشخصه وي، په دې کې د سیمې لپاره مرستې (برېښنا، خصوصي سکتور، د بازار ارتباط او ... ) هم شامل دي.
د پروژې موده دې مشخصه شوې وي.
پروژې دې دوامدارې وي او د GPI د فعالیت تر ختمېدو وروسته د پروژې د ساتنې او پالنې په برخه کې باید د سکتوري وزارتونو یا سیمه ییزو ارګانونو کتبي تعهد شته وي.
د بې طرفو او درېمګړو بنسټونو له خوا دې د پروژې د څارلو امکانات وي.
ځینې پروژې باید د کوکنارو د نه کرلو په اړه د بزګرانو داسې ژمنپاڼه ولري چې د ولسي پراختیايي شورا، د ولسوالۍ د پراختیايي شورا او ولایتې ادارې په حضور کې لاسلیک شوې وي. 
وړاندیز شوې پروژې باید لنډمهاله یا منځمهاله وي.
 ځینې پروژې ممکن امکان سنجونې (feasibility study) ته اړتیا ولري چې باید د پروژې په وړاندیز کې شامل وي او دا سنجونه د پروژې مناسبوالی (suitability)، د پروژې د اړتیاوو ارزونه (needs assessment)، د پروژې د برخه والو ارزونه (stakeholders assessment)، او د پروژې د مداومت تشخیصول (sustainability) رانغاړي. 
که اړتیا ورته وي، باید پروژې د ظرفیت جوړولو پلان ولري. په دې پلان کې دې د ظرفیت جوړونې اړتیا، فعالیتونه او ګټه اخیستونکي مشخص شي. 
 

د دويم GPI د عامه پوهاوي لپاره د انعامونو معيارونه او لارښوونې

د دویم GPI د عامه پوهاوي انعامونه حد اکثر هغو پنځو ولایتونو ته ورکول کېږي چې د مخدره توکو پر ضد د مبارزه په چاره کې، د ولس د برخه اخیستلو او عامه پوهاوۍ په برخه کې نمونه یي بریاوې ولري. یوه کمیټه چې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت د اطلاعاتو او روابطو د ریاست استازی، د ښو اجراتو د قدرونې د پروګرام استازی او د INL ادارې استازی په کې شامل وي، د ولایتونو او د یوه درېیمګړي بې پلوه بنسټ له خوا رالېږل شوي کلني راپورونه ارزوي او د انعام ګټونکي غوره کوي.
د دویم GPI د عامه پوهاوي د انعام مستحق به دا شرطونه پوره کوي:
ولایتونه باید د عامه پوهاوۍ کمپاینونه، پروژې یا د عامه پوهاوۍ محفلونه طرح او تطبیق کاندي. د عامه پوهاوۍ پروګرامونه کولای شي د مخدره توکو پر ضد د مبارزې پر هره برخه، چې په هماغه سیمه تړاو ولري، تمرکز وکړي.
ولایتونه باید د عامه پوهاوۍ په برخه کې د خپلو فعالیتونو پلان په هماغه فارمټ کې راولېږي چې د ښو اجراتو د قدرونې پروګرام برابر کړی دی. د پروپوزل په فارمټ کې باید ټولې برخې ډکې شوې وي، که نه نو د انعام مستحق به نه ګڼل کېږي.
ولایتي اداره (سیمه ییز حکومت) باید خپل د عامه پوهاوي د وړاندیز شوي کمپاین تفصیلي پلان اقلاً دوه اوونۍ مخکې د ښو اجراتو د قدرونې پروګرام ته راولېږي. وروسته بیا د ښو اجراتو د قدرونې پروګرام سیمې ته خپل او د FIAT ناظران ورلېږي چې د عامه پوهاوۍ فعالیتونه وڅاري. که د عامه پوهاوۍ د فعالیتونو پر مهال د FIAT یا د ښو اجراتو د قدرونې د پروګرام ناظران نه وي، بیا به د انعام مستحق نه ګڼل کېږي.
ولایتونه کولای شي د عامه پوهاوۍ ډول ډول فعالیتونه ترسره کړي خو باید:
د مخدره توکو پر ضد پر مبارزې تمرکز ولري لکه: د مخدره توکو کښت، تولید، تخریب، قاچاق او استعمال.
په سیمه کې دې پام وړ شمېر مخاطبان تر پوښښ لاندې راولي (په دې برخه کې هر ولایت د هماغه ولایت د خاصو ځانګړنو پر اساس ارزول کېږي.)
په سیمه کې دې د عامه پوهاوۍ داسې فعالیتونه تر سره کړي چې په موضوع پورې تړاو ولري. مثلاً د مخدره توکو د کښت په اړه دې د عامه پوهاوۍ پروګرام په هغو سیمو کې تطبیق شي چې هلته کوکنار کرل کېږي خو دا پروګرام دې د ولایت پر مرکز تمرکز نه کوي.
پر وخت دې وي. هغه کمپاینونه چې غواړي د کوکنارو د کښت یا اړولو په برخه کې د وګړو پرېکړې تر اغېزې لاندې راولي، باید په هماغه سیمه کې د دې بوټي د ودې له سایکل سره مطابقت ولري.
د ولایتي رهبرانو له خوا دې رهبري شي او د ولایتي او د ولسوالیو چارواکو او د هماغه سیمې د مخورو ونډه دې په کې څرګنده ولري.
د عامه پوهاوۍ د فعالیتونو پروګرامونه د نورو دولتونو له مستقیمو پانګونو خپل مالي لګښتونه نه شي کولای. د عامه پوهاوۍ هغه پروګرامونه چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او بهرنیو دولتونو سره د رسمي قرار دادونو او یا د بهرنیو دولتونو د قرار دادونو پر اساس تر سره کېږي، د ښو اجراتو د قدرونې پروګرام د انعام ګټلو د شرایطو واجد نه ګڼل کېږي. ولایتي ادارې کولای شي مالي منابع په مستقله توګه ولټوي او سیمه ییزې عمومي مرستې یا د خصوصي ارګانونو مرستې وکاروي خو په دې شرط چې د عامه پوهاوۍ پروګرامونه یې د ولایتي ادارې له خوا په اختصاصي ډول طرح او تطبیق شوي وي.
پروګرامونه کولای شي او باید د خلکو او ټولنې په کچه او په سیمو کې تطبیق شي خو په دې شرط چې د عامه پوهاوۍ له هغو پروګرامونو سره په ټکر کې یا ورسره موازي نه وي چې د INL له خوا له تمویلېږي. د دې روش هدف دا دی چې د تر خطر لاندې وګړو چاره وشي، هغه وګړي چې له مخدره توکو زیانمن شوي دي، وهڅول شي چې د مخدره توکو له کار و باره لاس په سر شي او په خپلو سیمو کې د مخدره توکو پر ضد له فعالیتونو ملاتړ وکړي.
 د ولسوالۍ مقامات کولای شي د مخدره توکو پر ضد د مبارزې لپاره د عامه پوهاوۍ کمپاینونه د ښو اجراتو د قدرونې پروګرام د عامه پوهاوۍ د انعام د ګټلو په خاطر طرح کړي خو په دې شرط چې کمپاینونه له ولایتي مقاماتو سره په همغږۍ وي او د هغوی له خوا منظور شوي وي. د ښو اجراتو د قدرونې پروګرام یوازې هغه ګزارشونه د انعام لپاره ارزوي چې د ولایت د مقام له خوا ورسپارل شوي وي.
په یوه ولایت کې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوۍ د فعالیتونو د ارزولو لپاره د ارزونې کمیټه دغه عوامل په پام کې نیسي: د دولتي مقاماتو او سیمه ییزو رهبرانو د ګډون او برخه لرلو کچه، د هغو مخاطبانو شمېر چې معلومات یې ترلاسه کړي دي، د کمپاین د جغرافیايي پوښښ کچه، د انفرادي فعالیتونو شمېر/ تطبیق شوي پروګرامونه، د کمپاین موده، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مختلف موضوعات چې تر پوښښ لاندې راوستل شوي دي او هماغه ولایت/ ولسوالۍ سره د دې موضوعاتو ارتباط، د کمپاین د مطبوعاتي پوښښ کچه، خلاقیت او بې ساري والی یې.