All for Joomla All for Webmasters

د اوبو لګولو سیستم په جوړولو سره د بزګرانو کرنیز حاصلات زیات شول

د غزنی ولایت  د غزنی د ښار سره نږدی سیمو خلک په تیرو کلونو کی د اوبو د سیلابونو او هم د خپلو ځمکو د پاره د اوبو لګولو د منظم سیستم د نشتوالی له امله ډیر د ستونزو سره مخامخ و.

نوموړی حالت د خلکو په اقتصادی حالت باندی ډیره ناوړه اغیزه کړي و. د دوی د کرنې ځمکی د تخریب سره مخامخ وې او هم پوره اوبه موجودی نه وې ، چې کروند ګر خپلی ځمکی پرې خړوبی کړي.

له همدی امله په همدې سیمه کی د نشه یی توکو پرخلاف د مبارزی وزارت د ښو کړنو څخه د ستاینی د پروګرام له خوا د دې سیمی د اوبو لګولو د کانال د جوړولو پروژه تر کار لاندی ونیول شوه.

دا پروژه نږدی دوه کاله مخکی ګټه اخیستنی ته سپارل شوي ده په دې پروژه باندی ۱۲۶۹۱۹۸ امریکایی ډالر  لګیدلی دی.

په دی پروژه د پیرزاده کانال، خواجه روشنایی کانال، استنادی دیوالونه ، سربند او یو شمیر ګلدانونه شامل دی.

په دی سیمه کی چی نږدې ۱۳۰۰۰ تنه اوسی  ،  پروژې په بشپړیدو سره د خلکو په ژوند کی تر ډیره بریده مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي. د دوی د کښت ځمکی د سیلابونو خوندی شوی او د ځمکو د خړوبولو اوبه هم تر پخوا زیاتي دي.

همدا خبره ده چی اوس د هغه ځای د بزګرانو ژوند اوس ښه شوی دی. د کښت د ځمکی څخه د دوی حاصلات زیات شوی دی د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی د بزګرانو د کورنیو د ژوند په ښه والی باندی مستقیمه اغیزه کړي ده.

احمدالله چی ۳۸ کاله عمر لری او ددی سیمی اوسیدونکی دی وایی: د دوی کورنۍ دولس تنه ده . زه دلته نږدی لس جریبه د کرنې ځمکه لرم .  خو په تیرو کلونو کی ددی ځمکی څخه د کرنې حاصلات خورا لږ و. په دی حاصلاتو می د کورنی ګوزاره نه کیده. ژوند مو له ستونزو سره مخامخ و.

کله چی دا د اوبو لګولو سیستم جوړ شو. په سیمه کی ډیرې اسانتیاوې را منځته شوې .

زه په خپله ځمکه باندې ، غنم ، ریشقه ، کچالو او نور کرنیز توکی کرم . د کرنی حاصلات مو لږ تر لږه اویا سلنه زیات شوی دی. او تر یوی اندازې د کورنۍ ستونزی اقتصادی ستونزې اوارې شوي دی.

احمدالله وویل : دلته پخوا د په لږه اندازه سره کوکنار کرل کیدل . مګر د وخت په تیریدو سره د سیمی خلکو د کوکنارو کښت پریښود اوس دلته روا او قانونی کښت کیږی.

هغه زیاته کړه: د دی پروژې په تطبیق سره زموږ د سیمی خلک ډیر خوشاله دی او تر ډيره بریده د دوی ستونزې اوارې شوي دي.

   محمدیاسین چی نه غواړي عکس یی واخیستل شی او  نږدی ۶۵ کاله عمر لری او بزګر دی ، هغه وویل : ددی پروژې طبیق کول د سیمی خلکو د پاره ډیرې اسانتیاوی را منځته کړې.

هغه وویل : چی ددی پروژې په تطبیق سره د سیلابونو مخنیوی وشو او هم د کرنی د ځمکو د پاره د اوبو کانانو جوړ شول چی دا ددی سبب شول چی د خلکو په ژوند کی یوه اندازه ښه بدلونونه  رامنځته شی.

نوموړی زیاته کړه: زه د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی وزارت د ښو کړنو څخه د ستاینی د پروګرام څخه غوښتنه کوم چی ورته پروژې د غزنی ولایت په نورو سیمو کی هم پلی کړي.