All for Joomla All for Webmasters

کتابتون ، یوه علمی اسانتیا

د نشه یی  توکو پر ضد د مبارزې وزارت د ښو کړنو  څخه د ستاینې د پروګرام له خوا  په خوست کې شيخ زايد پوهنتون یو لوی کتابتون ودانۍ جوړه  شوي ده .  چی په هغه ولایت کی د علم او پوهی په غوړیدا کی ډیر ارزښتناک رول لري.

نوموړی کتابتون د خوست ولایت د شیخ زاید د پوهنتون د زده کونکو او ښوونکو له پاره د زده کړو او څیړنو په مرکز باندی اوښتی دی هره ورځ په سلګونو د پوهنتون زده کونکی او استادان دلته د څیړنو او خپلو معلوماتو د لوړولو د پاره راځي او خپلو علمی کارونو ته په نوموړی کتابتون کی دوام ورکوي.

حضرت الله بهار د شیخ زاید د پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد په منظم ډول د نوموړی کتابتون څخه لیدنه کوي او هم محصلین  دی ته هڅوي چی په نوموړی کتابتون ته ولاړ شی او خپلو معلوماتو په زیاتولو کی ددی موقع څخه ګټه وکړي.

نوموړی د  کتابتون څخه د مطالعې ګټه اخلي. د خپلو ليکچرنوټونو په برابرولو کې، د څيړنې په تيارولو او همدارنګه د اضافي مطالعې لپاره کتابتون ته ځي.

استاد حضرت الله وایی:دا کتابتون زموږ د پاره یوه اسانتیا ده . د  کتابتون شتون د پوهنتون لپاره ډير اړين دی، هومره چې د انسان ژوند لپاره اوبه مهمې دي. که پوهنتون مناسب کتابتون ونه لري، د استاد به ليکچرنوټ نيمګړی وي او د محصل به زده کړه. برعکس، که مناسب او کافي کتابتون موجود وي، استادان او محصلان په ډاډه زړه مطالعه کولی شي، چې دا ډول محيط د محصلانو په راتلونکي باندې مثبته اغيز کوی.

هغه وایی : په  اوسط ډول په اونۍ کې درې ورځې کتابتون ته ځي او له درو ساعتونو نيولي تر پنځو ساعتونو هلته څيړنه او مطالعه کوي.

استاد حضرت الله بهار وایی چی د خوست خلک د کوکنارو کښت نه کوي دلته ټول بزګران په قانونی حلال کښت باندی لګیا دی . دوی ددی لاری حلاله ډوډۍ تر لاسه کوي .د خوست بزګران د کوکنارو د کښت په اضرارو ښه پوهیږی نو له دی امله د کوکنارو د کښت څخه ډډه کوي .

هغه زیاتوي چی ، همدا سبب دی چی نوموړی ولایت ته یو شمیر انکشافي بنسټیزه پروژې د انعام په توګه د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی وزارت د ښو کړنو څخه د ستاینی د پروګرام له خوا د انعام په توګه ورکړل شوی د ي.

نوموړی  هیله کوی چی دا ولایت د تل د پاره د کوکنارو د بوټی څخه خوندي واوسی. تر څو د خوست بزګران تل قانونی او حلال کښت وکړي.

 نوموړی د هغه ځوانانو په هکله چی په نشه یی توکو روږدی دی د تشویش څرګندونه کوی او غواړی چی دولت د هغوی په درملنه کی لازم ګامونه پورته کړی او هم د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی وزارت د ښو کړنو څخه د ستاینی پروګرام څخه د مننی په څرګندولو سره د نوموړی پروګرام  څخه د زیاتو ورته پروژو د تطبیق غوښتنه کوي.

د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی وزارت د خوست په ولایت کی یو لړ بنسټیزې  پروژې پلی کړی او یا تر کار لاندی دی چی هره یوه پروژه په خپله وار سره د هغه ځای د خلکو په ژوندانه کی ګټوره تمامه شوی او یا به تمامه شي .

د خوست د شیخ زاید  کتابتون تر يو حده  کتابونه لري، خو بيا هم دکتابونو تعداد کم دی، له دې ها خوا کتابتون په هغه کچه نه دی، چې د ټول شيخ زايد پوهنتون (۱۰۰۰۰) محصلانو او  (۲۳۰) استادانو لپاره بسنه وکړي. چارواکی هڅه کوی چی دا کتابتون نور هم سمبال کړی.

 

image1 image2 image3 image4 image5