All for Joomla All for Webmasters

دلوګرولایت دستیدیوم پروژې دپرانستې

د پروژې دپرانستې مراسم د 10-12-2016تاریخ دشنبی په ورځ سهار 10:00باندی شروع شو، د پرانستې په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي، دنشه یې توکوپروړاندی دمبارزی وزیری ښاغلې سلامت عظیمی او ورسره راغليهئیت ، د تربیت بدني عمومي ریاست مرستیال قاسم حمیدي، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی حاجي اکبر ستانکزی، د ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت او غړو ، دولایت امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزی ، ورزشکارانو، د دولتي دوایرو مسؤلینو، ګڼ شمېر قومي مشرانو، ځوانانواو دمختلفورسنیوکارکونکو ګډون کړی وو.

دغه پروګرام دقرآن کریم دڅومبارکوآیاتونوپه تلاوت سره پیل شو، دتلاوت څخه وروسته ملی سرود وغږول شو، بیا دلوګرولایت دنشه یې توکوپروړاندی دمبارزی ریٔس دمجلس ګډونوالوته دپروژې په اړوندمعلومات ورکړل، ورپسې دلوګرد ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت خبری وکړی، نوموړی ددغه پروژې په تطبیق باندی خوښی څرګنده کړه اوزیاته یې کړه چې زه داسی احساس کوم لکه په یوخارجی هیوادکې چې حضورلرم همدارنګه یې  دنشه یې توکوپروړاندی دمبارزی وزارت څخه مننه وکړه، بیا په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی حاجي اکبر ستانکزی خبری وکړی، ده هم ددغه پروژې په تطبیق خوښی څرګنده کړه همدارنګه نوموړی وویل چې لوګریان به ددغه ستیدیوم څخه دمختلفوغونډواواهدافولپاره کارواخلی، ورپسی د لوګر والي محمد حلیم فدايي  خبری وکړی، نوموړی په مختلفوموضوعاتورڼا واچوله، والي زیاته کړه چې سلیم عقل په سالم بدن کې وی، ورزشکارانوته یې هدایت وکړچې تاسي بایدددغه ستیدیوم څخه په درسته توګه استفاده وکړی، په آخرکې یې دنشه یې توکوپروړاندی دمبارزی وزیری څخه مننه وکړه چې دلوګرورزشکارانولپاره یې یومناسب ځای جوړکړو، بیا دنشه یې توکوپروړاندی دمبارزی وزیری ښاغلې سلامت عظیمی خبری وکړی، وزیری هم ددغه پروژې په ښه اوباکیفیته توګه تطبیق باندی خوښی ښکاره کړه، د (GPI)  داداری اوبشیرلودین ساختمانی شرکت څخه یې مننه وکړه دپروژې دښه تطبیق له امله، همدارنګه وزیری دلوګردخلکوڅخه هم مننه وکړه چې کوکنارنکری، وزیری هیله څرګنده کړه چې دغه ستیدیوم به دمعتادۍ په مخنیوی کې خاص رول ولوبوی، بیا دلوګردمعارف ریاست دترانی ټیم یوه ترانه وویله، دخبروپه پای کې دلوګردورزشې آمریت لخوا وزیری، والي اووکیلانوته په غاړوکې ګلان واچول شو، همدارنګه دنشه یې توکوپروړاندی دمبارزی دوزیری لخوا دلوګروالي محمد حلیم فدایې ته، دلوګرامنیه قومندان عصمت الله علیزی ته ، دلوګردنشه یې توکوپروړاندی دمبارزی ریٔس ته، بشیرلودین ساختمانی شرکت ته، دلوګرامنیه قومندانۍ دنشه یې توپروړاندی دمبارزی مدیرمحمدشاه ته اوهمدارنګه دلوګرولایت دښځوچاروریٔسی شیما زرګرته تقدیرنامی ورکړل شوی، دلوګروالي محمد حلیم فدایې دلوګرتخنیکې ټیم ټولوغړوته، دوزارت ځینوغړوته مثلاً (محمدحنیف دانشیارته، نذیرقل مرزاته، محمدعلی صفدری ته، مرزامحمد احمدی ته، محمدهمایون فیض زادته) اوهمدارنګه د (GPI) اداری سرپرست ښاغلی عبدالفتاح ته ، انجنیرصاحب شمس الحق یوسفزی ته اود (GPI) اداری ولایتی انجنیررفیع الله رفیع ته ستاینلکونه ورکړل، دپروګرام په آخرکې په ستیدیوم کې دلوګرولایت دفوټبال ددووټیمونوترمینځ مسابقه ترسره شوه اوپروګرام پای ته ورسیدو.

1 2 20161210_090217 20161210_090251 20161210_091557 20161210_092453 20161210_092501 20161210_092508 3 4