All for Joomla All for Webmasters

د روږدو کسانو په چلند کې د روږديوالې نښې

په روږدو کسانو که د لومړیو وختونو څخه د روږدی کیدو نښې څرګندیږي. ددی نښانو څخه یوه یی دا ده چی د نوموړی وګړی په ټولنیز او فردی سلوک کې بدلون را څرګندیږي. له دې امله کله وار ، په نشه یی توکو د روږدی کیدل دا ډول تعریف کیږی: په نشه یی توکو پورې د جسمی او روانی تړلتیا ته اعتیاد وایی. که چیری څوک دا حس کړي چی د نشه یی توکو د استعمال پرته نه شی کولی ژوند مخته بوزی ، دا ټکی په ډاګه کوي ، چی نوموړی په نشه یی توکو روږدي دی. په نشه یی توکو روږدی کیدل ، پراخ جسمی او روانی اړخونه لري. چې په دواړو اړخونو کې د انسان سلامتیا له منځه وړي. هم په جسمی او هم په روانی ډګر کې. په نشه یی توکو د روږدی وګړي فکر هم ، د ذهنی پلوه ناروغ وي. دا ناروغی یوازی په نشه یی توکو روږدو کسانو  کې موجوده نه وي ، بلکی په نشه یی توکو روږدی وګړی ، د وخت په تیریدو سره کورنۍ او ټولنه هم ناروغه کوي. لومړی دا چی په نشه یی توکو روږدی وګړی ، څو تنه په نشه یی توکو روږدی کوي چی کیدای شی د هغه د کورنۍ غړي واوسي.
په نشه یی توکو روږدی وګړۍ د نشه یی توکو سره ذهنی او روانی تړلتیا پیدا کوي. د نشه یی توکو موندل او د هغه استعمال د ده ژوند مهم هدف ګرځي. د نشه یی توکو د تر لاسه کولو د پاره هر ډول  غیر قانونی، غیر شرعی، غیر انسانی او ټولنی خلاف  عمل ته لاس اچوی . په زړه پورې دا ده چی په نشه یی توکو روږدی کسان ، تل خپل کار توجیه کوي . دا د دوی کار په ناروغ ذهن باندی دلالت کوي. دا ځکه چې په نشه یی توکو یو روږدی وګړۍ په سمه توګه قضاوت نشی کولی او تصمیم نشی نیولی. 
په نشه یی توکو پورې د یوه روږدی وګړي جسمی تړلتیا ډیره زیانمنونکی ده. په نشه یی توکو پورې تړلتیا ، د بی اداره کیدلو حالت دی. چی هغه  اړ کیږی د ټولو ټولنیزو او انسانی  اړیکو په هکله بی پروا واوسي. همدا خبره ده چی زیاته اندازه جنایتونه د په نشه یی توکو د رږدو کسانو له خوا تر سره کیږی.
له بده مرغه په افغانستان کی ، نشه یی توکي او هغه دارو چی روږدي کیدو سبب کیږی ، په ښه ډول ځوان نسل او کورنیو ته ور پیژندل شوی ندی. په دې هکله نه یوازی دولت، ټول مدنی او روغتیایی بنسټونه، کورنی او تحصیل کړی کسان دا مسوولیت لری ، تر څو د نشه یی توکود زیانونو په هکله په منظمه توګه د زده کړو پروګرامونه د ځوان نسل د پاره ، سراسری زده کړو په هکله تر لاس ونیسی. 
نشه یی توکي او هغه مواد چی د روږدی کیدو سبب کیږی ، ډیر دی. نشه یی توکي ډول ډول دي. یوازی د هغوی د روږدي کیدو اندازه توپیر کوي. په نشه یی توکو روږدي کیدل ، کم او زیات نلری. دا ځکه چی کیدای شی هر لږ روږدي کیدل په پراخ روږدي کیدو بدل شی. تریاک او د هغه څخه را منځته شوی مواد، هیرویین او مورفین ، د نشه یی توکو ډير نشه کونکی دی. کله وار په افغانستان کې په دې ټکی بسوالی کیږی . په داسی حال کی چی چرس ، کوکایین ، شیشه او یو شمیر نور مواد هم د روږدی کیدو سبب کیږی. د جسمی زیانونو په اړخ کی ذهنی زیانونه هم رامنځته کوي. هغوی تل په ویره او په نورو بی باوره دی. د دوی ټولنیز او فردی چلند په منفي توګه بدلون مومي. په  دې ډول الکل او د خواب راوړونکي ګولۍ ، په  نشه یی توکو کې شامل کیږی. دا چی نوموړی مواد د استعمال کونکو له خوا د ژوند یوه برخه ګرځي ، دوی د جسمی او روانی امله تخریب کیږی. په افغانستان کی د دیازیپام استعمال یو عادی کار ګڼل کیږی . په داسی حال کی چې دیازیپام هم د روږدی کیدو سبب ګرځی. نو  لدی امله د ډاکټر د سلا پرته باید استعمال نشی.  په پای کې کیدای شی دا پایله تر لاسه شی: هره هغه ماده چی د هغه د استعمال له امله د انسان په سلوک کې منفی بدلون را منځته کیږی او انسان د هغه د استعمال سره تړل کیږی ، هغه ته نشه یی توکی ویل کیږی. د دا ډول موادو استعمال کونکی ، معتادان دي.
د روږدی کیدو نښې:
• په نشه یی توکو د روږدو کسانو د سترګو کسانو سرې ښکاره کیږی. اریان اریان کتل کوي. کله چی خبری کوي ته به فکر وکړې چې د دوی فکر بل چیرې دی او ستا په هکله بی خبره دی. په سترګو کې ستړي معلومیږی. او مخامخ درته نه ګوري.
• کله چی خبری کوي لغتونه په کش توګه ادا کو ي او د هغه خبرې منطقي سلسله نلری. همدارنګه فزیکی تعادل په حرکتونو کې نه ښکاره کوي.
• خپل پاکوالی ته پاملرنه نه کوي.خپلو کالو ته پاملرنه نه کوي. د دوی د پاره دا مهمه نه ده چی خلک د دوی د کالیو په هکله څه وایی. په نشه یی توکو د روږدی وګړي څخه بد بوی راځي.
• د پیچکاری نښې یې په بدن او په ځانګړي توګه په لاسونو کې لیدل کیږی.
• په نشه یی توکو روږدی کسان ښه دوستان نلری ، د پخوانیو دوستانو څخه ځانونه لیرې کوی. په بازارونو کې غلاوې کوي.
• د خپل ژوند او د راتلونکی په هکله بی پروا وي ، حتی د خپلو بچیانو او میرمنې په فکر کې نه وي.
• چیرې چی ویده کیږی هلته ، د پیچکاریو ، د خودکار قلمونو نلکۍ، کاغذونه ، نوټونه  یا څیری شوی المونیمی کاغذونه ، تورې کاشغی، د نیمه سوځیدلو سګرټونو.... میندل کیږی.
• په حمام او تشناب کې د اندازې څخه زیات پاتې کیږي.
• د ښایست څخه یی ښه نه راځي. بلکی ورو ، چټلو ځایونو ته زیات تمایل په ډاګه کوي.
• دا چې په نشه یی توکو روږدي کسان د کورنۍ د پاره د شرم سبب کیږی ، کورنی هم ښه چلند ورسره نه کوي. هغه د کورنۍ او د ټولنې په وړاندی عقده لري. خپل د روږدی کیدو سبب په هغه څه پورې تړي چی ځان ، په روږدی کیدو کې نه ملامت کوي. همدا خبره ده چی په خطرناکو انسانانو باندی بدل کیږی. ناوړه کسان کولی شی دوی ته د لږ نشه یی توکو په ورکولو سره ، دوی غیر قانونی کړنو ته وهڅوي.
په دی بیاهم د کورنیو د پاره ډیره ستونزمنه ده چی پوه شی ، د دوی بچی د نشه یی توکو څخه استفاده کوي. مګر بیا هم چی په احتیاط سره چلند وکړي کیدای شی پوه شی ، چی د دوی بچی په چلند او کړنو کې بدلون راغلی دی. نو له دی امله باید په ټینګار سره دا ومومی چی د دوی بچیان په نشه یی توکو روږدی دی او که نه؟  که چیری پوه شول چی د  دوی بچیان په نشه یی توکو روږدی دی، نو ژر تر ژره باید د هغې درملنې ته ملا وتړي. دا ځکه ، که چیرې د هغه د روږدی کیدو اندازه لوړه شی ، په هغه صورت کی به دا ستونزه زیاته شي. په هغه وخت کی به ډیر وخت او لګښت ته اړتیا وي. دا ټکی هم باید په نظر کې ونیول شی ، چی هیڅ کله دا نه شی کیدای د ناروغ درملنه وشی تر هغه چی په خپله ناروغ ونه غواړي. له دی امله کورنی باید ، لاندې ټکی د خپلو بچیانو په هکله په نظر کې ولري. که چیری دا ډول نښانې د دوی په بچیانو کې ولیدل شوې ، باید پوه شی چی د دوی بچیانو د نشه یی توکو استعمال ته مخه کړي ده.
• د کورنۍ ارځښتونو په وړاندې بې پروا کیږی.
• د مور ، پلار او د کورنی د لویانو  هغه درناوی چی پخوا یی درلود ، اوس یی نه لری.
• دا علاقه نلری چی د پلار او مور سره خبرې وکړي . حتی غواړی چی هغه د کورنی په چاپیریال کی کم ولیدل شی. 
• ښوونځي ته د تګ سره علاقه نلری . که ښوونځي ته ولاړ شی د لوست سره علاقه نلری . همدا خبره ده چې په ازموینه کې لږ نمرې  اخلي.
• د سپورت سره بی علاقه وي او ان چی د کور د کارونو سره بی علاقه کیږی. حتی نه غواړی چی څوک په دی هکله د ده سره خبرې وکړي. 
• د کورني د غم او خوشالی په هکله بی پروا کیږي. داسی ښکاری چی د کورنی په هکله بی پروا دی.
• کله وار څو ورځې بی خوابی کوي او کله وار څو ورځې خوب کوي.
• د خپلو کالیو د پاکۍ په هکله فکر نه کوي.
• مسوولیت نه منی او د هر کار له پاره پلمه لټوي.
• په حمام او تشناب کی ډیر وخت تیروي.
• د خپلی راتلونکی په هکله بی پروا وي . حتی  نه غواړي په دې هکله خبرې وکړي.
• پلمه جوړونکی او قهرجن وي .
• ډیره هڅه کوي چی روپۍ تر لاسه کړي  او که داسی ونه شی بیا د کورنۍ اسباب غلا کوي او ځان بی خبر ښکاره کوي.
په لنډه توګه ویلی شو، چې د روږدی کیدو د وخت په اوږدو کیدو سره ، په وجود کی د روږدی کیدو د زیاتوالی، د وګړي د چلند د بدلون سبب ګرځي. دا ډول بدلون چی منفي دی. 
درنې کورنی ، د خپلو بچیانو د چلند او کړنو څارونکی واوسئ. کله چې ګورئ ستاسی بچیان د پخوا په خلاف ، ناوړه چلند او کړنې کوي . باید پوه شئ چی هغوی په نشه یی توکو روږدي دي. او د هغه درملنه باید وکړئ. پرینږدی چی دا افت ستاسو بچیان ، کورنۍ او یا ټولنه له منځه یوسي.