All for Joomla All for Webmasters

ولې ځينې بزګران کوکنار کري؟

یو زیات شمیر په لیک او لوست پوه کسان دا پوښتنه کوي چې په ځینو سیمو کې بزګران ولی کوکنار کري که چیری دی پوښتنی ته لازم ځواب ورکړل شی د دی ځواب په رڼا کی  به اړونده  ارګانونه وکولی شی تر ډیره بریده د کوکنارو څخه د خلاص افغانستان په لوري ګامونه پورته کړي. 
د اقلیم او د خاورې د جوړښت له امله دا څرګنده ده چې افغانستان کولی شی په ډیره لوړه سویه کوکنار تولید کړی. دا چې اوس کوکنار په ډیرو لږو سیمو کې کرل کیږی خو بیا هم د نوموړو سیمو څخه د کوکنارو د تولید اندازه په نړۍ کې په لومړیو درجو کې راځي.
که د یوې خوا په افغانستان کی اقلیمی شرایط د کوکنارو کښت د پاره مناسب دی نو د بلی خوا په وروستیو کی د پوډرو د کاروباریانو له خوا دا هڅه شوی ده چې په ښه کیفیت سره د کوکنارو تخمونه د کروندګرو په واک کې کیږدي.
د افغانستان له پاره د کوکنارو کښت ، د پوډرو تولید ، استعمال او قاچاق په ستره او مهمه ستونزه اوښتی ده. په تیرو پنځلسونو کلونو کې په میلیاردونو ډالر ددی ستونزی د اوارولو د پاره ولګیدل.
په مختلفو نومونو سره اقتصادی ، ټولنیز ، روغتیایی او امنیتی پروګرامونه عملی شول خو دا ستونزه اواره نه شوه. په زرګونو کسان د نشه یی توکو د قاچاق په تور په بندیخانو کی شپې سبا کوی. په سلګونو زره جریبه ځمکه کی کوکنار واړول شول.
په دی کی شک نه شته چی یو شمیر ولایتونو کی اوس بزګران کوکنار نه کری او د کوکنارو د کښت څخه پاک د ي. هلته بزګران نه غواړی چې کوکنار کښت کړي .
باید ووایو چې د کوکنارو کښت مختلف عوامل لري چی ډیر شمیر بزګران دې ته اړ کیږی چې کوکنار وکري. ددې عواملو موندل او د هغوی مخنیوی ددی سبب کیږی چې په هیواد کی د کوکنارو کښت راټیټ او یا په بشپړه توګه له منځه ولاړ شی.
ډیر کسان دا فکر کوی د کوکنارو د کښت د زیاتوالی یو مهم سبب دا  دی چی په ځینو سیمو کی نا امني موجوده ده له دی امله دولت نه شی کولی هلته د غیر قانونی کښت مخنیوی وکړي.له دی امله بزګران کولی شی چی په ډاډه زړونو سره نوموړی کښت ته مخه کړي. 
د بلی خوا زیات شمیر پوهان په دی فکر کی د ي چې د کوکنارو د لږ محصول څخه زیاتی روپی لاسته راځی چی د کرنې د نورو محصولاتو په نسبت څو وارې زیات کیږي. د دې امله بزګران تصمیم نیسی چی کوکنار وکري.
د اقتصادی  اړتیاو زیاتوالی، هم ددی سبب کیږی چی بزګران دی ته زړه وکړي تر څو د کوکنارو په کرلو سره خپلی اقتصادی اړتیاوی پوره کړي. 
یو شمیر بزګران لږ ځمکه لری او هڅه کوي چی د لږې ځمکې څخه زیاته ګټه  تر لاسه کړي. دا ځکه چی هغه فکر کوي چی دا لږ ځمکه ددی توان نلری بدون د کوکنارو څخه بل کښت د حاصل د پلورلو له امله خپلې اړتیاوې نه شي پوره کولی. نو ځکه د کوکنارو کښت ته مخه کوي.
د قانونی کښت دمحصولاتو د پاره د بازار نشتوالی هم د دی سبب کیږی چی د قانونی کښت څخه د بزګرانو زړه تور شی. د ساري په ډول افغانستان په لوړ کیفیت سره مڼې او انګور تولیدوي مګر دا حاصلات په خپل وخت سره مارکیټ ته نه رسیږی او دا ددی سبب کیږی چی بزګران د زیات زیان سره مخامخ شی.
له دی امله بزګراان اړ کیږی چی د کوکنارو کښت ته مخه کړی. دا ځکه چی تریاکو د پاره بازار په نړیواله سویه موجود او په افغانستان کی د هغه ډیر کاروباریان موجود دی.
د خړوبولو اوبو کموالی ، هم یو ددی سبب کیږی چی بزګر د کوکنارو کښت ته مخ واړوی دا ځکه چې بزګران فکر کوي چی  کوکنار د خړوبولو د پاره لږو اوبو ته اړتیا لری.
همدارنګه د نشه یی توکو کاروباریان د خپلو ګټو د زیاتولو او بازار ته د نشه یی توکو د وړاندی کولو د پاره په بزګرانو باندی فشار راوړي تر څو کوکنار وکری او تریاک د دوی په واک کی ورکړي. 
همدارنګه د نشه یی توکو کاروباریان هڅه کوي چی بزګران پوروړي کړي. کله چی پوروړي شی بیا په بزګرانو فشار راوړی تر څو خپل پور د تریاکو په ورکولو سره تادیه کړی.
ددی په اړخ کی پراخ اداری فساد  ددی سبب کیږی چی بزګران او هم د نشه یی توکو کاروباریان په ډاډه زړونو سره خپلو چارو ته دوام ورکړي.
د پوډرو د قاچاق مافیا په افغانستان کی پراخ جال غوړولی دی او دا مافیا د بزګرانو څخه تریاک راټولوی ، پروسس کوي یی او بهر ته یی لیږدوي.
یا په بل عبارت د ناامنی ، اقتصادي ناوړه شرایط، د اوبو کمښت، اداری فساد  او داسی نور عوامل ددی سبب کیږی چی بزګران د کوکنارو کښت ته مخه وکړي.
په دی کی شک نه شته چی نړیوالی ټولنی په افغانستان کی د نشه یی توکو د کښت ، پروسس او قاچاق د مخنیوی د پاره په زرګونو میلیونو ډالر لګولی دي.
همدارنګه د افغانستان اسلامی جمهوریت د نړیوالو په مرسته د نشه یی توکو د کښت ، پروسس او قاچاق د مخنیوی د پاره یو لړ ګامونه پورته کړي دي مګر تر اوسه کوم د لیدنی وړ بری یی نه دی تر لاسه کړی.
د نشه یی توکو د ستونزی د اوارولو د پاره تر ټولو لومړی اړینه ده چې بزګرانو ته پاملرنه وشی . د دی له پاره چی دولت او نړیواله ټولنه وتوانیزي چی په افغانستان کی د کوکنارو کښت څخه خلاص هیواد جوړ کړي اړینه ده چی :
لومړی : د افغانستان نافذه قوانین په دی هکله په دقیقه توګه په ټولو مجرمانو باندی  پلی کړل شی. همدارنګه په دی بهیر کی د فساد په کلکه مخنیوی وشی. یعنی کله چی د نشه یی توکو د کاروباریانو په وړاندی په ډیر جدیت سره مبارزه وشی . قانون په ټولو یو ډول پلی شی  په هغه صورت کی د نشه یی توکو کاروباریان د ډیرو ستونزو سره مخامخ کیږی او دی ته اړ کیږی چی د دی غیرقانونی کار څخه ډډه وکړي.
همدارنګه د افغانستان د کرنی وزارت او نور اړوند ارګانونه په دی لټه کی شی چی په افغانستان کی د اوبولګولو سیستم عصری کړی. او بزګران وکولی شی خپلی کروندې ته پوره اوبه ورکړي.
د قانونی کرنی محصولاتو ته د بازار پیدا کول د هغو لارو څخه دی چی بزګران خپل تولیدات ددی په ځای چی خسا شی بازار ته ولیږی او هلته یی په ښه بیه سره وپلوری.
د کرنی د تولیداتو د پاره د سړو خونو جوړول هم ډیر اړین دی . د دی له پاره چی بزګران تر هغه چی خپل تولیدات بازار ته ولیږي په ښه ډول سره وساتی ، اړینه ده چی د دوی له پاره سړې خونې جوړې شي.
د کرنی د تولیداتو په ښه ډول سره تنظیم او په کارتنونو کی ایښودل هم د کرنی د تولیداتو په بازار باندی اغیزه لری. زموږ بزګران باید په دی پوه شی چی خپل  محصولات څه ډول بسته بندي کړي تر څو د هغو رانیونکی زیات شی.
د امنیت تامین هم د کرنی په تولیداتو باندی ډیره اغیزه لری په هغو سیمو کی چی کوکنار کرل کیږی اړینه ده چی هلته د امنیت په ټینګښت کی پاملرنه وشی. تر څو د نشه یی توکو کاروباریان ونه کولی شی بزګران تر فشار لاندی راولی تر څو کوکنار وکری.
د بزګرانو سره د مرستو صندوقونو جوړل هم ډیر اړین دی تر څو بزګران وکولی شي د خپلی کرنی د ودی له پاره له هغه څخه لازمی مرستی تر لاسه کړی او د کرنی تولیدات زیات کړی.
که څه هم زیات شمیر بزګران په دی ښه پوهیږی چی د کوکنارو کښت یو سم عمل نه دی مګر د دوی زیاتره وایی چی دا کار دوی د مجبوریت له مخی کوي. او دوی غواړی چی د دوی پورتنی ستونزی اواری کړل شی.
د بزګرانو د پاره عامه پوهاوی مهم عامل دی چی کولی شی زیاتره بزګران ددی پوهاوي په پایله کی د کوکنارو د کښت څخه مخ واړوي. 
باید وویل شی چې په افغانستان کی په دی هکله د عامه پوهاوي پروګرامونه په ښه ډول سره مخته نه بیول کیږی دا ډول پروګرامونه زیاتره په ښارونو کی دا ډول پروګرامونه متمرکز وي.
د عامه پوهاوی د پاره باید دا سی میکانیزمونه را منځته کړل شی چی لازم پیغامونه بزګرانو او ټولو کلیوالو ته ورسول شی  او هغوی د پیغامونو مانا ، مفهوم او موخه درک کړي.
لنډه دا چی د کوکنار د کښت د مخنیوی ،  صداقت ، جدیت ، او نه ستړی کیدونکی کار او مبارزه غواړی.