All for Joomla All for Webmasters

د ښو کړنو د ستاینی پروګرام پیژندنه

د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې وزارت د ښو کړنو څخه د ستاینې  پروګرام د افغانستان د دولت یو نوښت دی دا د هغو ولایتونو د پاره را منځته شوی دی چې د  اغیزمنو پروژو د تطبیق او په بدیل معشیت باندې په ټینګار سره ، د نشه یی توکو په نیولو ، د کوکنارو د کښت په له منځه وړلو ، عامه پوهاوي او د نشه یی توکو د پاره د تقاضا په کمښت په لاره کې لاسته راوړنې لري . د ښو کړنو څخه د تقدیر پروګرام د افغانستان د  اسلامي دولت د جمهور رییس د ۹۹ ګڼه فرمان په بنسټ په ۲۰۰۷ میلادي کال کې را منځته شوهد نشه یی توکو په ضد مبارزې د وزارت په چوکاټ کې د یوه انکشافي پروګرام په توګه پلی شي.

دا پروګرام د امریکا د متحده ایالاتو د نشه یی توکو په ضد د مبارزی او د قانون د تنفیذ د ادارې (INL) له خوا تمویل کیږي.

د دې پروګرام مهمه موخه ، د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی په لاره کې ، د بریالیو ولایتونو څخه ملاتړ ، همدارنګه د هیواد په سطح د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې هر اړخیز فعالیتونو  تقویه ده چې دا فعالیتونه عبارت  دي له د نشه یی توکو نیول ، د کوکنارو کښت له منځه وړل ، عامه پوهاوي  او نشه یی توکو په  تقاضا کې کمیښت  راوړل دي .

د پورتنیو معیارونو په نظر کې نیولو سره د ملګرو ملتونو د نشه یی توکو او جرمونو د ضد چارو د فتر  (UNODC)له خوا د کلنی رپورټ په خپریدو سره ، د نشه یی توکو پر ضد مبارزې وزارت ، د شرایطو لرونکو ولایتونو ته په رسمی توګه خبر ورکړی  او هڅول کیږي. تر څو هغه پروژې چې د نشه یی توکو په وړاندې په مبارزه کې د ښوکړنو د تقدیر د پروګرام سره موافقې وي  پیشنهاد کړي هغه چې د دولت د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې د ملی ستراتیژی په لومړیتوبونو کې مشخصې شوي دی.

 

د ښوکړنو څخه د ستاینې پروګرام د پیل څخه تر اوسه دا لاندې پروژې پلي کړي دي:

  • د 92  باب د لومړنیو ، منځنیو اولیسو د پاره د ودانیو جوړول
  •  د 34 باب  تدریسی پوهنتونونو ، لیلیه او کتابتونونو د ودانیوجوړول
  •  د ۱۹باب  د ولایتی شورا ګانود پاره د تالارونو او ودانیوجوړول
  • ۵ باب د مسلکی او حرفوي زده کړو مرکزونو ودانول
  •  55 باب روغتیایی کلینیکونو او په نشه یی توکو د روږدوکسانو د درملنې روغتونونو جوړول
  • 64 د اوبو لګولوپروژو تطبیق
  • د ۲۲ باب سپورتی ستدیومونو او جمنازیمونوجوړول
  • ۱۷ باب د ښوونکو د روزنې د مرکزونو اود ښوونکو د روزنې مرکزونو ته د لیلیو جوړول
  • اعمار 13 باب گدا م زراعتی و 1 باب مارکیت میوه ؛ ۱۳ باب کرنیزو ګدامونو جوړول
  • ۱۱۵ باب د کرنیزو شنو خونو جوړول
  • ۳ تفریحی پارکونوجوړول
  •  د ۱۳ پلونو سروې ، ډیزاین او جوړول
  •  د ۱۶ کیلومترو سړکونو اسفالت اوقیر کول او د سړک جوړولو ۵ وسایطو تیارول
  • ۲۶۵۰ د میوه لرونکو باغونوجوړول
  • بزګرانو ته ۳۹۰ عراده کرنیزو ټراکټورونو تیارول اورانیول